ټولنه

مظلوم یار:علما باید د روان جنګ د قباحت او د ولسونو د یووالي پیغام تر کلیو پورې ورسوي.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې اتمه
مظلوم یار:علما باید د روان جنګ د قباحت او د ولسونو د یووالي پیغام تر کلیو پورې ورسوي. 
دا څرګندونې د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار په دغه ولايت کې د نبوي سیرت په ویاړ په جوړ شوي کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړي او زیاته یې کړه د خوښۍ ځای دی چې د دې ولایت پر دیني عالمانو سربېره د هېواد د نورو ولایتونو تګړه عالمان هم د بشریت د ستر لارښوود حضرت محمد ص د ښکلي سیرت په ویاړ په جوړ شوي کنفرانس کې  ګډون کوي او تر څنګ یې په ټولنه کې د جنګ د حراموالي، د اختلافاتو د له مینځه وړلو او د سولې او امنیت د تامین پیغام ولسونو ته رسوي.
مظلوما یار زیاته کړه چې یو شمېر کسان لا هم په غرونو کې ناست دي او د بې ګناه انسانانو په وژلو، وینې تویولو او د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو اوبې ګناه انسانانو په ځورولو د پردیو د خوشحالولو لپاره کار کوي چې د دې خاورې او ځورېدلي ولس د هوساینې لپاره زموږ د ټولو؛ خو په ځانګړې توګه د دیني عالمانو دنده او وجیبه ده چې د روان ناروا جنګ د حراموالي او د دې تر څنګ د سولې، امن، ورورولۍ او د ولسونو د یو موټی والي پیغام تر کلیو او بانډو پورې ورسوي او هغوی چې دا ورانکاري فعالیتونه تر سره کوي د ورانۍ پر ځای د دې ولایت رغونې ته راوبولي.
مرستیال په خپله وینا کې دیني عالمانو ته یادونه وکړه چې د منبرونو له لارې باید د غصب د مخنیوي او نشه یي توکو د کرکېلې، قاچاق، تولید او استعمال د زیانونو په اړوند خلکو ته په پرله پسې توګه پیغامونه ورسوئ او د ټولنې په اصلاح کې چې نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ته اړتیا ده باید دا مزل همداسې جاري وساتي.
دی وايي نننۍ جګړه د نورو د ګټو او زموږ د بدنامۍ لپاره روانه ده او موږ باید د هر هغه چا مخه ونیسو چې زموږ د هېواد د رغونې، پرمختګ او زموږ د ولسونو د ارامۍ په لار کې خنډونه پيداکوي، چې په دغه برخه کې د عالمانو رول تر بل هر چا اغیزمن دی څو د منبرونو له لارې د جنګ د قباحت پیغام تر لرې پرتو سیمو ورسوي.
د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالحکیم منیب د محمد ص پر سیرت او صورت د خبرو تر څنګ وویل یو شمېر کړۍ دي چې غواړي د عالمانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي او د افغانستان د خلکو تر منځ مذهبي توپیرونو او جنګ جګړو ته لمن ووهي، چې دیني عالمان باید په دغو برخو کې له زیاتې ځيرکتيا اوهوښيارۍ څخه کار واخلي.
د لغمان ولايت د حج او اوقافو ریېس سید نجیب الله هاشمي او نورو جیدو دیني عالمانو په  هم په خپل وار سره د عالمانو په اتحاد، اتفاق او یو موټی والي  خبرې وکړې او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې په هېواد کې د روانو ناخوالو پر وړاندې يو بل ته لاسونه ورکړي او د خپل هېواد د ابادۍ او پر مختګ پر وړاندې شته خنډونه له مینځه یوسي.
د یادونې ده د نبوي سیرت دغه کنفرانس چې د جمعیت العلما اهل سنت و الجماعت د خپلواکې ټولنې له لوري په لغمان ولایت کې جوړ شوی و، د ولایت پر مرستیال سربېره د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالحکیم منیب، د لغمان د عالمانو شورا ریېس مولوي عبید الله الکوزي، د لغمان د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو او د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر جیدو دیني عالمانو او د لغمان ولایت په لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو پکې هم ونډه اخیستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته