امنیت

په جوزجان کې دنشه يي توکو کشف

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٥ :
په جوزجان ولايت کې پرون  امنيتي مامورين ديوه انډي نشه يي توکو په کشفولو بريالي شول.
دغه نشه يي توکي دجوزجان _ فارياب په لويه لاره کې کشف او ترلاسه شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان  جنرال رحمت الله ترکستاني دباخترآژانس خبريال ته وويل :   دوه تنه قاچاق وړونکي ددغو نشه يي توکو د ليږدونې په تور نيول شوي دي.
د رارسيدلوخبرونوله مخې؛  دغو قاچاق  وړونکو٤٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ديوه کرولا موټر د تيلو په  ټانکۍ کې ځاى پرځاى او غوښتل يې له  مزارشريف ښارڅخه فارياب ولايت ته وليږدوي چې  د لارې په اوږدو کې د دوى موټر  د زيات ګړنديتوب  له امله  له سړک څخه ووت او چپه شو.،کله چې دپوليسوګزمه ددغه موټردسپرليو مرستې ته  ور ودانګل  دوى متوجه شول دموټر په ټانکۍکې نشه
يي توکي ځاى پرځاى شوي دي او په بيړه  سره يې دهغوي په نيولو اقدام وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته