ټولنه

د اسلامي نړۍ په مليونونو تنو مسلمانانو د بيت الله شريف د حج مناسک پرځاى کړل

کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه :
له ټولې اسلامي نړۍ څخه په مليونونو تنو مسلمانانو په مينې اومحبت او زياتو ولولو سره د بيت الله شريف د حج مناسک پرځاى کړل .
دباخترآژانس د استول شوى خبريال فضل واحدکريم  له مکې مکرمې څخه خبر راکړ چې د افغاني حاجيانو په ګډون د اسلامي نړۍ په مليونونو تنو مسلمانانو  دبيت الله شريف د حج مناسک دغه الهي فريضه او د اسلام دمبين دين پنځم رکن پرځاى کړل . 
دباخترآژانس خبريال زياتوي: افغاني حاجيان داسلامي هيوادونو د نورو حاجيانوتر څنګ د ذوالحجې په اتمه ورځ  له مکې مکرمې څخه  د مناى شريف په لور حرکت وکړ او شپه يې هلته تيره کړه او د ذوالحجه په نهمې ورځ د لمر له ختلو مخکې دلومړي ځل لپاره له  اورګاډۍ څخه په استفادې سره دعرفاتو په لور لاړل او دعرفه ورځې يې هلته تيره کړه او د لمر له لويدو وروسته له اورګاډۍ څخه په استفادې سره مزدلفې ته راغلل او دلوى اختر لومړۍ شپه يې هلته تيره کړه او د لمرله راختلو وروسته د جمراتو په لور يې حرکت وکړ او جمره يې ووهله . حاجيان  د ذوالحجه د يوولسمې او دولسمې ورځې له زوال وروسته چې د اختر له دويمې او دريمې ورځې سره برابره ده هم د جمرې د وهلو مراسم  پرځاى کړل.
په منا، عرفات او مزدلفه کې افغاني حاجيان په عاجزۍ او تضرع  سره يې عبادت وکړ او د رب العزت دربار ته يې د لاسونو په پورته کولو سره دالله ( ج ) له دربار څخه يې په خپل ګران هيواد افغانستان کې دجګړې او دوينې دتوييدو دپاى ته رسولو او داسلامي ورورولۍ  او يو والى د ټينګښت او د سراسري سولې او امنيت دتامينولو هيله يې وکړه او د جمرې د وهلو په وخت کې يې دالله اکبر په نارو سره په لعين او رټل شوى شيطان لعنت وويل.
حاجيان په منا، عرفات او مزدلفه او دبيت الله شريف له طواف او حج له پرځاى کولو وروسته د ذوالحجه په دولسمه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته  په روغتيا، سلامتيا اوخير سره خپلو عمارو ته راستانه شول.
د يادونې وړ ده چې دهمدغو مراسمو په بهيرکې ديني عالمانو او د حاجيانو ښوونکو اومرشدينو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص) او دهغه  د وفادارو يارانو او د اسلام دمبين دين دنورو علم بردارانو د فداکارۍ او سرښندنوپه باب  موعظې وکړې او افغاني حاجيانو له خبريالانو او راپورټرانو سره  دمرکو په ترڅ کې دحج او اوقافو وزارت  د مسوولينو له خوا  دبرابر شويو اسانتياوو او امکاناتو له امله مننه او قدرداني وکړه .
دباخترآژانس  خبريال  د اړوندو مسوولينو  له خولې ليکي  چې سږ کال دبيت الله شريف دحج مراسم دخداى (ج ) په فضل  له کومې پيښې پرته پرځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته