ټولنه

د کابل ښار زيات شمېر ويالې اوکانالونه پاک شول

کابل/دزمري ٧مه /باختر:
دکابل ښاروالۍ د تنظيف پرسونل نن  د کابل ښار زيات شمېر ويالې اوکانالونه پاک کړل .
د باختراژانس دخبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ تنظيفي پرسونل د کثافاتو په راټولولواولېږدونې برسيره  د کابل  ښار زيات شمېرويالې اوکانالونه  چې د خلکوله خوا د خاورو اوکثافاتو په اچولو سره بند شوي و ،پاک کړل .
د کابل ښاروالۍ تنطيفي پرسونل دغه راز  خلکوته  د اسانتياو د برابرولوپه مقصد  د کابل ښار په يوزيات شمير سړکونو کې د اوبو د راوتلومخه هم ونيوله .
دغه بهير به په دوامدار ډول د اوبو دستونزې  ترحل کولوپورې د کابل ښار په زيانمنونکوسيموکې دوام وکړي .
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته