ټولنه

د اکاډميسين سليمان لايق د زېږېدنې٩٠ يمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل/دتلې۲۴مه/باختر
د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د هېواد د نوميالي شاعر، ليکوال او څېړونکي اکاډميسين سليمان لايق د زېږېدنې د٩٠ مې کاليزې د نمانځنې لپاره په کابل کې غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې:
د غونډې په پيل کې د افغانستان د اسلامي  جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني پيغام د جمهوري رياست د مشاوريت دفتر مسوول نجيب الله ژمن ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل راغلي دي: " د خوشحالۍ ځاى دى چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هېواد د يوه لوى ليکوال او شاعر اکاډميسين سليمان لايق د ٩٠ کلنى په وياړ د هغه د علمي – ادبي هڅو د درناوي او قدرداني غونډه رابللې ده. سليمان لايق د افغانستان د تېرې نيمې پيړۍ له لويو شاعرانو څخه دى چې په پښتو او دري ژبو  دواړو برلاسى دى او په دواړو ژبو يې ښه شاعري کړې ده. په دې سربېره د داستاني ادبياتو او فولکلور په برخه کې هم د اکاډميسين لايق هڅې د ستاينې وړ دي."
وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ رييس څېړنپوه ډاکتر عبدالظاهر شکيب خبرې وکړې او ويې ويل چې ليکوال، شاعر او څېړونکى اکاډميسين سليمان لايق په افغانستان پورې منحصر نه  و، د هغه شهرت پولې وهلې دي.
وروسته د کابل ښاروالۍ فرهنګي مرستيال محمد فاضل شريفي، شاعر ليکوال او څېړونکي پرتو نادري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو او د کابل پوهنتون استادانو، څېړنوال وحيدالله شپون، احسان الحق کبير، عبدالشکور قيومي، جاوېد امرخېل، سهيلاحسرت نظيمي، محمد نبي صلاحي، فضيلې احمدي،  عبدالاحمد محمديار، حضرت آغا همدرد، عطاالله حيران، يوسف عمران، محمد اسحاق مومند، عنايت الله شاد، عبدالرحمن حبيب زوى، د سليمان لايق د شعر د ځانګړتياوو، د پښتو او دري ادبياتو په پرمختګ کې د هغه د رول، د ملي يووالي د ساتنې او د هېواد په نسبت د هغه د ژمنې په اړوند په تفصل سره خبرې وکړې.
په پاى کې هغه تنديس چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ چمتو کړى و؛ د اکاډميسين سليمان لايق لور هوسۍ لايق ته ورکړاى شو.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته