ټولنه

په غور کې يوه سړى دخپل زوم له خوا ووژل شو .

کابل باختر د تلې پنځمه :
په غور کې يوه ځوان دخپلې  کوږدنې  پلار تيره شپه  په ډزو سره وواژه .
دغور ولايت دپوليسو يوه  مسوول دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل: دغه ځوان په نشه يي توکو روږدي  و، دخپل  خسر له وژلو وروسته يې خپله کوږدى له ځان سره بيولې ده . 
ده وويل چې قاتل همدا اوس له طالبانو سره يوځاى شوى دى  او دهغه له نيولو لپاره هلې ځلې  دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته