امنیت

نهه وسله وال طالبان په میدان وردګوکې ووژل شول

کابل/ د تلې ۲۰ مه / باختر
د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور یې ټپيان شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون له افغان ځواکونو سره په نښتوکې وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښتوکې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې:
د ۲۰۳ تندر او د ۲۰۱ سېلاب اردو مسوولین وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتوکې د میدان وردګو، ننګرهار، خوست او غزني ولایتونو په مربوطاتوکې ۲۴ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته