ښوونه او روزنه

د ننګرهار د پوهنې کارکوونکي لسګونو ښوونځيو ته فرشونه وپيرل .

-کابل / دچنګاښ ٢٧مه /باختر:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست کارکوونکو له خپلو پيسو څخه لسګونو ښوونځيو ته  فرشونه وپيرل .
د هېواد په ځينو سيموکې زده کوونکي چوکۍ نه لري ، او مجبوره دي  چې پرنمناکه ځمکه کښيني .
د خوږياڼيو د پوهنې د امريت  کارکوونکي له خپل مياشتني حقوقو څخه لسګونو ښوونځيو ته فرشونه وپيرل.
د ننګرهار د پوهنې د رياست  يو مسوول باختراژانس ته وويل:  چې په دغو فرشونو سره  د نجونواوهلکانو په ګډون زرګونه زده کوونکي نور اړ نه دي  چې په ځمکه کې کښيني .
د پوهنې يو مسوول د دغو خيرغوښتونکو کارکوونکودغه اقدام وستايه او له نورو بډاي کسانو څخه  وغوښتل  چې د افغانستان دښې راتلونکې په خاطر  ښوونځيو ته د تاسيساتو په جوړولو او ښوونځيو ته  د تجهيزاتو د برابرولو په لاره کې اقدام وکړي .
  ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته