امنیت

دمشرانو جرګې پخوانى سناتور عبدالغني په مزار شريف کې ترور شو

کابلباختر د سنبلي١٨
د افغانستان دملي شورا د مشرانو جرګې د تيرې دورې غړي سناتور عبدالغني په مزار شريف ښار کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د بريد له ا مله و وژل شو .
سناتورعبدالغني نن له غرمې وروسته  د دوو بجو په شاوخوا کې په داسې حال کې چې  په خپل موټر کې و د مزارشريف ښار دبابه يادګار دکمربند په سا حه کې
ورباندې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو  .
په دې  پيښه کې  موټرچلوونکي او يو ملګري يې  ټپيان شول
د بلخ  ولايت دپوليسو ويندوى  شيرجان دراني باخترآژانس ته وويل ، چى يرغلګر دسناتور عبدالغني له  ترور وروسته په تيښتې بريالى شوي دي او د هغو د نيولو لپاره پلټني پيل شوي دي  .
دبلخ د پوليسو ويندوى  وايي ،  چې د مشرانو جرګې د دغه پخواني غړي د ترور عاملين تر اوسه پوري  نه دي پيژندل شوي او تر اوسه پورې دسناتور عبدالغني دترور مسووليت چا په غا ړ ه نه دى اخيستى .
سناتور عبدالغني د مشرانو جرګې د پنځلسمې دورې غړى او يو پخوانۍ جهادي قوماندان و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته