ټولنه

سرې مياشتې ټيم اتل شو .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دکابل دفوټبال  دغوره ليک دسياليو  وروستي پړاو  افغاني سرې مياشتې دټيم په اتلولۍ  سره پاى ته ورسيد .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغوسياليو  په وروستي پړاو  دميوند او فيروزي ټيمونو لوبه وکړه چې دصفر په وړاندې په يوې سره د فيروزي ټيم په ګټه  پاى ته ورسيده .
دقيومي دڅرګندونوله مخې ، ددغوسياليو په پاى کې دسرې مياشتې ټيم  ٢٩ امتيازونو سره  لومړي  مقام او  داردو او امير خيلو ټيمونو د ٢٦ او ٢٧ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او دريم مقامونه وګټل .
قيومي زياته کړه چې ټاکل شوې ده ددغوسياليو  وروستي پړاو د راروانې اوونۍ دشنبې په ورځ په غازي لوبغالي  کې پيل شي .
ديوبل خبر له مخې  په کابل کې د  فوټبال دبي ګروپ سيالۍ نن داريا او اسمايي دټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
دقيومي دڅرګندونوله مخې  په کابل کې دفوټبال دبې ګروپ سيالۍ د ٣٠ ټيمونو په ګډون په څلور ډلو کې درې اوونۍ مخکې دغازي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوي دي او په پرونۍ لوبه کې درفاه دصفر په وړاندې په دوو سره دتوحيد ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته