سیاست

پوهاندعبدالسلام عظيمي دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت له يو چارواکى سره وکتل

کابل باختر  د چنګاښ ٣٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفترکې دامريکا  دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت له نشه يي توکوسره دمبارزې او د قوانينو د تنفيذ له نړيوال رييس بوکستر هانت او له همکار ټيم سره يې وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په پيل کې دخلکو په وړاندې د قانونمندۍ قضايي مسوول او دخلکو په وړاندې دځواب ورکوونکى نظام په پياوړتيا کې د قضايه قوې  هلې ځلې بيان کړې
او د يو لړهغو اقداماتو يادونه يې وکړه چې دکاري ظرفيت د لوړولو، کادري ثبات، مسلکي او تخصصي زده کړو د پياوړتيا ا و د اجرااتو د شفافيت د تامينولو په لاره کې ترسره شوي دي او دغه راز په راتلوونکوپنځوکلونوکې دقضايه قوې دملي لومړيتوب لرونکو پروګرامونوچې له کمي او کيفي پلوه به د هيواد قضايي نظام ته نوې بڼه ورکړي.
دغه راز دنشه يي توکو او د هغو د ناوړو روغتيايي ، ټولنيزو او امنيتي يايلوپه وړاندې د نړۍ  د انديښنوپه باره کې خبرې وشوې او قاضي القضات له دغې پديدې سره په مبارزه کې د افغانستان د دولت دعمومي تدبيرونو او اقداماتو او هم د نشه يي توکو د ابتدايه او استيناف محکمو د پرله پسې او دايمي فعاليتونو په باب چې د اختصاصي ډول اړونده قضيې د نشه يي توکو او مسکراتو د نافذه قانون له مخې د قانونيت او د قضايي عدالت په رعايتولو سره څيړي؛ لازم معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دنشه يي توکو ابتدائيه او استيناف محکمې په سمه توګه  دقضايي رسالت په ترسره کولو کې  لازم مسلکي ظرفيت او ځواکمني لري اوپه دې لاره کې خپلې  دندې په قانونمند ډول اجراکوي.
وروسته د امريکا د بهرنيوچارو وزارت له نشه يي توکوسره د مبارزې او د قوانينو د تنفيذ نړيوال رييس خپلې اړوندې برخې پروګرامونه چې زياتره يې له نشه يي توکوسره د مبارزې دمرکزونو په ملاتړ باندې تکيه لري؛ بيان کړل او هيله يې وکړه چې له نشه يي توکوسره د مبارزې دکشفي او تحقيقاتي مرکزونو او د عدلي اوقضايي ارګانونو ترمنځ  زياته همغږۍ دنشه يي توکو دقاچاقو دکچې دکمښت په برخه کې ښه فرصت برابر کړى او د امريکا  دولت به په دې لاره کې دپخوا په شان دافغانستان  له نشه يي توکوسره دمبارزې دمرکزونو او ارګانونو په ملاتړ کې وي.
ديادونې وړده چې په دې کتنه کې د قضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته