سیاست

دمشرانو جرګي اعلاميه

کابل باختر  دغبرګولي  نولسمه :
  دکابل د پروسې دکنفرانس په وړاندې دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه
دملي شورا دمشرانو جرګه دهېواد ديو تقنيني اوسياسي رکن په توګه دافغانستان  د پتمن او ځوريدلي ملت  په استازيتوب  دکابل دسولې دبهير دکنفرانس دجوړيدو ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  له محتوا ډکې  پرانستونکي وينا او ددغه کنفرانس  دپريکړه ليک  دمندرجاتو هراړخيز ملاتړ کوي او له ډيل پرته او په چټکى سره  ددغه کنفرانس دپريکړو دبرياليتوبونو دتحقق هيله کوي .
  دملي شورا دمشرانوجرګه  دافغانستان ددولت  دنورو ارګانونو او خلکو په شان  عقيده لري  چې  دتروريزم  جنايت او وحشت  نور دزغم وړ نه دى او ډيردروند والې  کوي او هيله کيږي  چې اوس دسيمې او نړۍ  هېوادونه هم  بايد ټکان خوړلې وې چې يوازې  افغانستان دتروريزم هدف او دپاملرنې وړ نه دى  ځکه  زياتې نښې نښانې  تر سترګو شوي دي چې هغوى  دټول بشريت او دنړۍ دهېوادونو  خطرناک دښمنان او دتمدنونو او دطبيعي ژوندانه دچاپيريال  او آن دنړۍ دخلکو د خصوصي حريمونو دښمنان دي  او هرځاى ته چې رسيدلي دي  زيات جنايتونه او تباهي يې ترسره کړي دي او که چيرې  کنترول نه شي  لاپسې  قوي کيږي او کومه اټومي وسله چې ترلاسه کړي  دغه نړۍ له ټولو شتو سره يې له خاورو سره  خاورې کوي .
ښه  ده چې  دنړيوالو  پاملرنه  ورته اړول شوې ده  چې بيلابيلې  تروريستي ډلې  ددې لپاره له افغانستان سره علاقمندي لري  چې له نااوارو ځمکو او دافغانستان  د نږدې ګاونډي له اسانتياو څخه ګته واخلي . او مناسب فرصت پيداکړي  چې دغه هېواد  خپل مرکز وګرځوي او په ټول قوت ، افعالو او په تروريستي  او ډار اچوونکو  عملونوسره  ځان  دنړۍ  نورو سيمو ته ورسوي .
  له دې امله  جدي اړتيا ده چې دنړۍ  هېوادونه له افغانستان سره  په لازمواو ضروري مرستواو د ډار اچوونکو دځالو ددړې وړې  کولو په لاره کې په لازمي همغږى سره ، چټک او عملي اقدامات  ترسره کړي چې دهغوى مالي تمويلي او تجهيزاتي سرچينې وچې کړي او ددغې کرغيړنې دسيسې دپردې تر څټ  هېوادونه  له تروريزم سره له ملاتړ څخه  ډډې کولو ته اړ باسي چې  دافغانستان ، سيمه  او نړۍ ددغه وحشي او خپل سرې هيولا له منګولو څخه خلاصون ومومي .
  په همدې حال کې  دافغانستان دولت اوخلک  دخپل ديني او بشر دوستانه  ماهيت له مخې دنړيوالو دوستانو له نظريو سره سم دسولې او روغې جوړې په غوره کولو کې ددې غوښتنه کوي  چې په خپله دافغانانو په مشري  دعادلانه او پتمنې سولې ټولې زمينې دافغانستان داساسي قانون په چوکاټ کې او په هېواد کې  داوسنيو برياليتوبونو په ساتنې سره  هم تحقق ومومي  چې هغه ټول  کسان  چې په يو ډول نه يو ډول  د ډار اچوونکو تر اغيزې لاندې  نيول شوي دي  ، وکولى شي  خپلې ليکي  له هغوى څخه جلا کړي . او خپل عادي ژوندانه ته  ستانه شي  او دجګړې  او تاوتريخوالي پرځاى  له سياسي بهيرونوسره  يوځاى شي .
  په هرحال دملي شورا دمشرانو جرګه دکابل دسولې دپروسې دکنفرانس له ټولوتصميمونو او پريکړو سره  دخپل ملاتړ او همغږى په نوې کولو سره دافغانستان دجګړې  اوسولې دبهير په وړاندې  غوڅ او هراړخيز ملاتړ اعلاموي او د هغه دتحقق لپاره دخپل دولت خلکو او دهېواد  دامنيتي او دفاعي قوتونو او دنړيوالې ټولنې  تر څنګ دريږي چې ديوې خوندي او له ګډوډى او ډار اچونې څخه  دخلاصې نړۍ  دترسيم په لاره کې  خپل ملي او سياسي رول ولوبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته