اقتصاد

د ١٣٩٧ کال د مالي بودجې طرحه ملي شورا ته ورسيده

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٧ نيټه  :
د ماليې وزارت د ١٣٩٧ مالي کال د ملي بودجې طرحه چې ٣٥٧ ميليارده افغانۍ کيږي، د سنا مجلس ته معرفي کړه.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د ماليې وزارت د  ١٣٩٧مالي کال د ملي بودجې مسوده چې ٣٥٧ ميليارده   افغانۍ کيږي؛ د سنا مجلس ته معرفي کړه او ټينګار يې کړى دى چې په دې برخه کې به د سناتورانو اصلاحي نظريې په پام کې ونيسي .
د انکشافي بودجې په برخه کې کابو ٣٦ ميليارده اختياري بوديجه او نږدې  ٥٥  ميليارده افغانۍ هم په غير اختياري بوديجه کې شاملې دي.
د ماليې وزارت د مقاماتو د څرګندونوله مخې: د را روان مالي کال په ملي بودجه کې د امنيت، بنسټونو، پوهنې او د کرنې برخې په لومړيتوب کې ځاى لري.
دغه چارواکي خبردارى ورکوي: که چيرې دولتي ادارې و نه کړاى شي بودجه په ټاکلې اندازه ولګوي؛ د نيمايي کال د بوديجې په څيړنه کې بودجه به يې هغو ادارو ته وليږدول شي چې د بودجې د لګولو ځواکمني ولري.
د ماليې وزارت په داسې حال کې د ١٣٩٧ مالي کال ملي بودجه  ملي شورا ته معرفي کوي چې د تېرمالي کال د بودجې د لګښت څرنګوالى تر اوسه پورې نه دى څرګند شوى.
بودجوي لګښتونه تل دافغانستان دولتي اداروته يوه پيچلۍ اوجنجالي مسئله ده .
په ١٣٩٦ مالي کال کې د انکشافي بودجې نه لګښت د ولسي جرګې له خوا د کابينې د اوو تنو غړو د استيضاح او د اعتماد د سلب سبب شو. سره له دې چې  د مجلس ځينو غړو او د نظام انتقاد کوونکو د کابيني د دغو اوو تنو غړو د استيضاح مسئله يوه سياسي او سليقوي ډرامه وبلله، خو په ښکاره دبودجې د نه لګښت مسئله يو داسې کار و چې هغوى يې استيضاح او د اعتماد سلب ته راوکښل او دغه مسئله ښيي چې د ملي شورا غړي د بودجوي لګښتونو د څرنګوالي په برخه کې حساس دي او دغه بهير څاري .
په تېرو وختونوکې د ملي شورا غړو د بودجې له لګښت سره سخت دريځ درلود.  دوى تل دغه مسئله طرحه کړې ده چې د بودجې په ويش کې انډول شتون نلري   سليقوي نظر طرحه دى او د کمو پرمختللو ولايتونو او سيمو په نسبت کمه پاملرنه شوې ده .
دغه راز د ملي شورا په پته نيوکې طرحه دې چې ګنې يوشمېر يې د بودجې              د معرفي کولو په وخت کې په شخصي او سمتي ګټو او نظريو زياته ډډه لګولې ده او د امتياز په ترلاسه کولو سره يې هغوى ته رايې ورکړې دي.
د دغو مسئلو ترڅنګ له ملي شورا څخه نيولې تر ماليې وزارت او د پلټنې او کنترول تر ادارې پورې دولتي بنسټونه ټول د انکشافي بودجې د نه لګښت او د قطعيو په څيړنه کې ناکام دي او په دې نه دي بريالي شوي چې څرګند او سم رپوټ ورکړي.
د ماليې وزارت د ځينو ادارو د انکشافي بودجې نه لګښت د ظرفيت کمښت، د زبرځواکو لاسوهنې او د دوى د ژمنو په نسبت د ځينو مرستندويو هېوادونو نرمښت بولي.
خو خلکو او د چارو کارپوهانو دغه دلايل دومره موجه نه دي بللي، بر خلاف د ماليې په وزارت نيوکې کوي چې ولې د انکشافي بودجې په ويش کې يې د ادارو ظرفيتونو ته پاملرنه نه ده کړې.
د ١٣٩٧ مالي کال  د ملي بودجې طرحه د تېرو کلونو د بودجې په شان بيا هم په ملي شورا کې د خلکو د استازو په واک کې ده .
هيله ده چې  په دې اړوند په مسووليت مننې سره عمل وکړي چې نور خلک د بودجې د لګښت په تېره بيا د انکشافي بودجې د لګښت په برخه کې د حکومتوالۍ په برخه کې انديښنه ونلري.
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته