کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
په تيرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه څه دپاسه اووه زره پنځه سوه تنه مهاجرين هېواد ته راستانه شوې دي .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند اسلام الدين جرات باختر اژانس ته خبر ورکړ. دغه مهاجرين په خپله خوښه دتورخم بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي .
ده زياته کړه په راستنو شويو مهاجرينو کې ٣١١٢ تنو يې دمهاجرت سندونه درلودل چې د مهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري له خوايې نغدي مرسته ترلاسه کړه .
ده وويل نورو راستنيدونکو چې دمهاجرت سندونه يې نه درلودل دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له خوا د مهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان ادارې ته دمرستې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ