امنیت

په هرات کې يوې محکمې يو افغان پوځي طالبانو ته دجنګي وسايلو د برابرولو په تور محاکمه کړ

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په هرات کې يوې محکمې يو افغان پوځي وسله والو طالبانو ته دجنګي وسايلو د برابرولو په تور په اته کاله بند محکوم کړ .
دغه سړى چې ويل کيږي د هرات ولايت په شينډنډولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو سرتيرى و؛ په يوه توطيه کې څوميله سپک او درانده جنګي وسايل طالبانوته پريښى و .
قضاوتمل ډګروال عبدالله چې ددغې پوځي محکمې مشرتوب په غاړه درلودباخترا ژانس ته وويل چې قضايي هيئت د دوسيې او د سندونو اوشواهدو له څيړنې وروسته دغه افغان پوځي ته د اته کاله بند حکم صادرکړى دى.
تورن سرتيرى د محکمې پريکړه عادلانه ونه بلله. په همدې حال کې قضاوتمل عبدالله وايې چې تورن کولاى شي د محکمې د پريکړې د ردولو په صورت کې د تميز  غوښتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته