فرهنګ

په بدخشان کې دخبريالانو دمصوونيت دکميټې جوړيدل.

٤٠-فيض آباد– باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
په بدخشان ولايت کې دخبريالانو دمصوونيت کميټه جوړه شوه.
دبدخشان دوالي وياند او ددغې کميټې منشي احمد نويد فروتن باختر آژانس ته وويل: دغه کميټه دخبريالانو دستونزو او دشهيدو خبريالانو دپاتې کسانو دستونزو دحل کولو په مقصد جوړه شوې ده.
فروتن زياته کړه ،دڅارنوالۍ،پوليسو او دملي امنيت د ادارو استازي ددغې کميټې غړي دي او له دې وروسته به دخبريالانو ستونزې ددغې کميټې او نورو بنسټونو له خوا څيړل کيږي.
دخبريالانو دمصوونيت کميټه په دې وروستيو کې دمرکز په کچه دجمهور رييس دفرمان له مخې دجمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه محمد سرور دانش په مشرۍ او دخبريالانو په غړيتوب جوړه شوې ده چې نمايندګى يې په بدخشان کې په فعاليت پيل وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته