کابل باختر د لړم لسمه :
سل تنه ښځينه پوليسانې نن د مسلکي زده کړو لپاره ترکيې ته لاړې .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د باختراژانس د خبريال دخبر له مخې: سل کسيزه ډله ښځينه پوليسانې په بېلابېلو څانګوکې دمسلکي زده کړو لپاره دکورنيو چارو وزارت له خوا ترکيې ته واستول شوې.
دوى به د شپږو مياشتو لپاره په ترکيه کې زده کړه وکړي.
ټاکل شوې ده سبا هم يوه سل کسيزه ډله ښځينه پوليسانې ترکيې ته واستولې شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ