کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه :
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ملکي ګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې ؛ په هلمند ولايت کې پوځيانو د وسله والو طالبانو د وسلو اومهماتو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د سنګين په ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې او له هغو څخه يوشمېرسپکې اودرندې وسلې هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې ؛ امنيتي ځواکونو نن سهار د لښکرګاه ښار د شاوخوا سيمو او دګرشک له ولسوالۍ څخه شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل .
دغه ماينونه د وسله والو طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړى شوي و.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل