کابل باخترد غبرګولي دمياشتې ٥ :
يوځانمرګى بريدکوونکى له يو تراکتور سره چې چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوي و؛ په قندهارکې دملي امنيت په ځواکونو بريدوکړ او وچاوديدل.
دقندهار ولايت دملي امنيت د رياست يوه خبرځاي باخترآژانس ته وويل چې دملي امنيت ځواکونو د مخکنيو اطلاعاتوله مخې تيره شپه يوځانمرګى بريدکوونکي په چاويددونکي توکو بار يو تراکتور سره دقندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د نوې اډې په ساحه کې له منځه يوړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې د تراکتور په چلوونکى له هغه وروسته چې د دريدو د امر پروا ونه کړه؛ ډزې پرې وشوې، تراکتور وچاوديد اوځانمرګى يرغلګر هم ووژل شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ