کابل باختر د تلي دويمه :
دشيطان درجم په وخت کې دګڼې ګوڼې له امله ٧١٧ تنه حاجيان شهيدان او ٨٦٣ تنه نور ټپيان شول .
دحج او اوقافو وزارت معين ډاکتر داعي الحق عابد له باختراژانس سره په خبروکې نن وويل په منا کې په کاڼو دشيطان د تمثال دويشتلو په وخت کې ٧١٧ تنه حاجيان شهيدان او ٨٦٣ تنه نور ټپيان شول .
ډاکتر عابد څرګنده کړه چې ددغه خبر تر خپريدو پورې په دې پيښه کې دهيڅ افغاني حاجي دمرګ ژوبلې خبر نه دى ترلاسه شوى . او دحج او اوقافو وزارت هيئت د سعودي عربستان ددولت له استازو سره په اړيکه کې دى او که چيرې اضافي معلومات ترلاسه شول هيوادوالو ته به خبر ورکړو .
سعودي رسنيو ويلي دي چې ددغې پيښې زياتره قربانيان او ټپيان بوډاګان ، ښځې اوماشومان دي .
ديادونې وړ ده چې په روان کال کې دحج دمراسمو د پيل په لومړيو وختوکې د کرين دلويدو په پيښه کې ١٢٧ تنه حاجيان شهيدان او څه ناڅه دوه سوه تنه نور ټپيان شول .
1 1 دقیقه لوستل