فرهنګ

دراډيو دنړيوالې ورځې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي پيغام

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دراډيو دنړيوالې  ورځې په مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوررييس حامدکرزي پيغام
دراډيو اختراع  اوفعاليدو په نړۍ کې  داطلاعاتو په سريع انتقال اوتبادله کې يو ستر انقلاب راوست  دجمعي مفاهمې دوسايلو په کورنۍ کې دراډيو په زياتون سره دانساني ټولنې  ټولې هغه کورنۍ چې يې دې وسيلې ته لاس رسي درلود دخپلو هيوادونو او نړۍ له احوالو په خپل کورکې خبررسول  داخبارونو اونورو چاپي  رسنيو څخه ددې وسيلې امتيازدا دى چې دجوامعو ټول وګړي يې که سواد لري  اويا له سواده محروم دي  له خدماتو يو ډول استفاده کوي.
  زموږ په هيواد کې په لومړنۍ اوبيا په اساسي ډول دراډيو  خپرونې دشلمې پيړۍ په  لومړني نيمايي کې پيل شوې او دتيري شلمې پيړۍ  داويايموکلونو تر وروستيو پورې زموږ په هيواد کې راډيو  يوازينۍ  وسيله وه چې دخپلو  خبري  ، تفريحي ، هنري  ، ادبي  ، اجتماعي  او نورو رنګارنګ خپرونو له لارې  يې دخپلو هيوادوالو په  باخبره ساتلو  ددوى په روزلو  او دوى ته دتفريح دوسايلو په برابرولو  کې خپله ونډه په ښه ډول سرته و رسوله .
په هيواد کې دتلويزيوني خپرونو له پيل اوبيا په وروستيولسو کلونو کې دتلويزيوني خپرونو له ډيريدو اوپراخديو سره سره راډيو  خپل اهميت ساتلى دى او دافغانستان زياتره  خلک اوس هم له راډيو څخه استفاده کوي  اوس دراډيو افغانستان ترڅنګ دهيواد په مرکز او ولاياتو کې په لسگونو دراډيويي خپرونو مراکزو په خپرونو پيل کړي دي چې هره راډيو خپل اوريدونکي  لري اوله راډيويي خپرونو سره دخلکو دعلاقې ښکارندوي   کوي.
زه نن دراډيو دنړيوالې ورځې دنمانځنې له دې غونډې دراډيويي مراکزو
له خپرونکو اوچلوونکيو څخه غواړم  چې خپلو مسلکي مسووليتونه ته پاملرنه، دسالمو اطلاعاتو په رسولو کې خپله مسلکي وجيبه  په ښه توګه ادا کاندي  دتعليم  دعامولو  اجتماعي خير _ ښيگنو  ملي وحدت اوله ملي منافعو څخه ددفاع تبليغ وکړي.
دافغانستان دراډيويي مراکزو ټولو کارکوونکيو ته دراډيو دنړيوالې ورځې مبارکي وايم او دلوى  څښتن له درباره يې دبري هيله کوم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته