قلاتباخترد زمري ٥ مه
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وويل چې، پوليسو نن سهار د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په عملياتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يې سخت ټپيان شوي دي.وصال