ټولنه

په پنجشیرکې سېلاو مالي زیانونه واړول

کابل/باختر/ د زمري٩مه
په پنجشیرکی پرون مازیګر سېلاوونو سخت مالي زیانونه واړول.
د پنجشیر له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس احمد ضیا یزداني د باختر آژانس خبریال ته وویل: په هغو سیلاوونوکې چې ددغه ولایت په آبشار ولسوالی کې را ووتل، د استوګنې ۵ کورونه، د آبي برېښنا ۶کوچني دستګاوې، د کرنیزې اوبو د کانال درې سربندونه او  ۶جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوی ده.
هغه زیاته کړه: د پنجشیر له طبیعي پېښو سره د مبارزی د بېړنۍ کمېټې غړو، د مرستې رسولو لپاره په دې ولسوالۍ کې زیانمنې شوې سیمې وکتلې.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته