کابل باختر د زمري څلورمه :
د افغانستان ، پاکستان او د تاجکستان د ځوانو سفيرانو د سيمه يېزې سولې اوهمغږۍ جشن نن په کابل کې جوړ شو .
د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې ، دغه جشن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرستې اونوماند وزيرې حسېنې صافۍ ، د دولتي ادارو د يوشمېر مسوولانو ، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو د ځينو سفارتونو د استازو ، دافغانستان ، پاکستان او تاجکستان د ځوانو سفيرانو او د يوشمېر ځوانانو په شتون جوړ شو .
د دغه جشن په پيل کې د افغانستان د ميديوتيک بنسټ د پروګرامونو همغږي کوونکي عبدالله رسولي خبرې وکړې او ويې ويل چې؛ د سولې د جشنونو د جوړولو موخه د رهبري، خبرو او منځګړيتوب دنويو مهارتونو زده کړه ، په دې بهير کې د ځوانانو ونډه وال کول ، د اغيزمنو ارتباطاتو د اسانولو په خاطر د سيمه ېيزې فعالې شبکې جوړول ، د مدني او رسانه يي کارونو ترسره کول ، د اړيکو ښه والى او د ځوانانو د ډلو اوبنسټونو ترمنځ داعتماد او درک د فضا برابرول او د درې واړو ګاونډيو هېوادونو دفرهنګونو ، هنر او دودونو د معرفي کولو د زمينې برابرول دي .
په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ په خپلو خبرو کې وويل چې؛ د هر هېواد ترقي او پرمختګ د دغه هېواد د ځوانانو په اغيزمن درک ، پوهاوي او کړنو پورې اړيکې لري .
دې د هېواد په پرمختګ او ترقۍ کې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل چې؛ د دغه شان پروګرامونو جوړول په هېواد کې د سولې د ټينګښت او د ښو اړيکو په تامينولو کې مرسته کوي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې د دې تر څنګ چې، د دغه شان پروګرامونو له جوړولو سره چې د هېواد او د سيمې د ځوانانو په ګټه وي ، خپل ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې؛ د ځوانانو پرمختګ او مثبت بدلون ، د هېواد د ترقۍ او پرمختګ سبب کېږي .
وروسته په کابل کې دالمان د سفارت استازي د سولې لپاره د فرهنګي پروګرامونو ، په کابل کې د پاکستان د سفارت مرستيال د ځوانانو په اړوند د دغه هېواد د فرهنګي پروګرامونو په باره کې ، دکابل ښاروالۍ دکلتوري خدمتونو ريېس سيد مصطفى سعيدي د ځوانانو ترمنځ د ښاري فرهنګ او د فرهنګي کار د اهميت په باره کې ، د پوهنتون استاد ډاکټر عاطف طيب په سيمه ېيز مديريت او رهبرۍ کې د ځوانانو د رول په باره کې ، د تاجکستان د ملت ورځپاڼې مسوولې ميرمن عدالت ميزا او د اسلام اباد د ميډيا هاوس ريېس ډاکټر شاه جهان سيد ، د تاجکستان او پاکستان د هېوادونو د رسانه يي او مدنې ټولنې ترمنځ د ځوانو سفيرانو د پروګرامونو د اغيزو او نتيجو په برخه کې او دغه راز د افغانستان ، تاجکستان او پاکستان ځوانو سفيرانو د دغو درې واړو هېوادونو په کچه د ځوانو سفيرانو د فرهنګي او روزنيزو پروګرامونو د اغيزو او نتيجو په اړوند په وار سره خبرې وکړې .
د دغه جشن په بهير کې د افغانستان د بېلابېلو دودونو او فرهنګ د جامونمايشات ، د ځوانانو د يوه ټيم په واسطه اجرا شول .
د دغو مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د کتابونو دخپرونو ، دانځورګرۍ د اثارو او د لاسي صنايعو نندارتونونه وکتل .
ختم_ ف _ اکرم
0 2 دقیقې لوستل