کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دخوست ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې يو ديرش بستريز روغتون جوړاو نن پرانستل شو.
دغه روغتون دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو د وزارت له خوا د اووه سوه زرو امريکايي ډالرو لګښت جوړ شوى دى .
دخوست ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست داکترحميدالله باختر آژانس ته وويل : دغه روغتون چې په طبي وسايلو او لوازمو سمبال دى د داخلې او جراحۍ په ګډون د درملنې بيلابيلې ځانګې لري او عاجله څانګه هم پکې په پام کې نيول شوې ده.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه روغتون دپرانستلو په مراسمو کې وويل ، چې ددغه روغتيايي مرکز په فعاليدو سره د نادرشاه کوټ دولسوالۍ او دګاونديو سيمو خلک نور دې ته اړ نه دي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره دخوست ښار او يا کابل ته لاړشي.
نعيمي وويل ، هلې ځلې کوي چې د مرستندويو موسسو دمرستو په جلبولو سره ددغه سرحدي ولايت په نورو سيمو کې هم د روغتياي مرکزونو په جوړولو لاس پورې کړي.
0 1 دقیقه لوستل