سیاست

دافغانستان دملي اردو لوى درستيز ددنمارک له لوى درستيز سره وکتل .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
ددنمارک هېواد دنړيوالې ټولنې سره يوځاى  دافغان ځواکونو دښوونې او روزنې او پوځي تجهيزاتو داکمال په برخه کې  خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .
دامطلب  ددنمارک هېواد لوى درستيز  دمسلح قواوو له لوى  درستيز سره په کتنه کې بيان کړ .
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کاري او دوستانه کتنه کې ددواړو لورو ترمنځ دسيمې په امنيتي وضعي ، دملي اردو دافسرانو ښوونې او روزنې او پوځي تجهيزاتو داکمال او ددې هېواد دهمکاريو په دوام خبرې وشوې . 
په دې کتنه کې دمسلح قواوو لوى درستيز جنرال ارکانحرب قدم شاه شهيم  په خبرو کې ددنمارک  هېواد له هراړخيزو مرستو څخه په مننې سره دملي اردو لاسته راوړنې ټاکوونکي وښودلې او ويې ويل : افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډيرې ميړانې او فداکاري  دسولې او امنيت دټينګښت په خاطر دخالد په نامه يرغليز اوبريالي عمليات پيل کړي  چې افغان ولس يې ټينګ ملاتړ کوي
  په مقابل کې ددنمارک هېواد دوسله وال پوځ لوى درستيزجنرال بيورن سيرپ  په خبرو کې  دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لوړ ظرفيتونه او فداکاري په قدرداني يادې   او ويې ويل : د دنمارک  حکومت تيارى لري  چې دنړيوالې ټولنې سره يوځاى دافغان ملي اردو دښوونې او روزنې ، پوځي تجهيزاتو داکمال او په دې هيوادکې د سراسري سولې او ثبات په خاطر خپلو هراړخيزو مرستو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته