کابل/ د ليندۍ٥مه / باختر:
په تخار کې د هاوان د يوې سرګلولې د چاودنې له امله څلورماشومان ووژل شول.
دغه چاودنه پرون ناوخته د تخارمرکز د تالقانو ښارد ګولايي باغ په کلي کې رامنځته شوه چې له امله يې څلورماشومان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ دهاوان دغه سر ګلوله له تيرو جګړوڅخه په دې کې پاتې وه او دا سرګلوله پرون هغه وچاوديده چې ماشومانو د زړې اوسپنې په توګه پلورله.
د تخاريو امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل؛ په دې چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
د تخارپه مرکزي روغتون کې ډاکترانو د ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى.
| ذ