روغتیا

٣٥٠ تنه روږدي کسان زر بستريز روغتون ته وليږدول شول .

کابل باختر د مرغومي لسمه : له کابل ښار څخه په نشه يي توکو روږدو کسانو دراټولولو په دوام نن ٣٥٠ تنه روږدي کسان دکابل ښار دسراي شمالي له ساحې څخه راټول او زر بستريز روغتون ته وليږدول شول څه موده مخکې له کابل ښار څخه په نشه يي توکو دروږدو کسانو د راټولولو کميسيون دپريکړې له مخې چې دعامې روغتيا او دکار او ټولنيزو چارو دوزارتونو استازى پکې شامل دي دکابل له پل سوخته ساحې څخه يوشمير روږدي کسان راټول او زر بستريز روغتون ته يې وليږدول . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، له کابل ښار څخه په نشه يي توکو دروږدو کسانو دراټولولو بهير تراوسه پورې څو ځلې پيل شوي دي خودکابل دښاريانودڅرګندونوله مخې، په دغه شان هراقدام سره دروږدوکسانو دشمير زيات شوې دي خو دعامې روغتيا وزارت دنشه يي توکو دغوښتنې دکمښت درياست دروږدو کسانو دمرکز يو مسوول ډاکتر احمدزي سلطاني وايي دروږدوکسانو دراټولولو دليل په کابل ښارکې سړه هوا ده او دغه راز دغه روږدي کسان چې دغه روغتون ته ليږدول کېږي له څلويښتو څخه تر پنځه څلويښتو ورځو پورې تر درملنې لاندې نيول کېږي . دده دڅرګندونوله مخې، له کورنيو سره په سلامشورې سره روږدي کسان تر يو کال پورې تر څارنې لاندې نيول کېږي په افغانستان کې داړوندو بنسټونو دګډې سروې له مخې په نشه يي توکو درې اعشاريه پنځه مليونه تنه روږدي کسان شته چې له دې جملې څخه پنځه سوه زره تنه يې ددرملنې وړ دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته