اقتصاد

په هرات کې ديو واټ د جوړول کار پيل شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠ :
دهرات _ پشتون زرغون دواټ دقيرکولو کار  ديوولسو مليونو ډالرو په لګښت پيل شو.
دهرات ولايت  چارواکي وايي  دهرات _ پشتون زرغون سړک  پنځوس کيلومتره اوږدوالي اولس متره سور لري  اودولسواليو په کچه  لومړني واټ  دى چې  ديوکال په بهيرکې ترهرات ښار پورې په ستندردډول جوړيږي او قير پرې اچول کيږي .
دباختراژانس خبريال دګذرې له ولسوالۍ څخه خبر راکړ  چې دهرات _ پشتون زرغون دواټ دقيرکولو دکار دپيل په مراسمو کې  چې داقتصاد دوزير عبدالهادي ارغنديوال ، دهرات دوالي داودشاه صبا ، دولايتي شورا درييس ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده ،  په ولسي جرګه اوولايتي شورا کې دخلکو داستازو  او دګذرې اوپشتون زرغون دولسواليو دسلګونو تنو سپين ږيرو اومشرانو   په ګډون  په داسې  حال کې  پرځاى شول چې  ددغو ولسواليو مخورو  له دغې طرحې سره خپل بشپړملاتړ څرگند کړ اواعلام يې وکړ  چې هيچاته به ددغې پروژې د ګډوډولو اجازه ورنه کړي .
دهرات _ پشتون زرغون  دواټ دقيراچولو دپيل مراسم دهيواد داقتصاد دوزير  په خبرو سره پيل شو چې ښاغلي ارغنديوال  دخپلو خبرو په يوه برخه کې  له اقتصادي پلوه په خپلوپښو ددريدوپه خاطردافغانستان دولت په پرله پسې هلو ځلو ټينګار وکړ.
دهرات والي هم  دهرات _ پشتون زرغون دواټ  دقير دکار پيل دخلکو له پخوانيو هيلو څخه  اعلام کړ  اوپه راتلوونکي  اوونۍ کې دواټ جوړولو دڅو طرحو دپيل  چې دهرات ، زنده جان اوغوريان  دواټ دقيرکولو  پيل هم پکې شامل دي يادونه و کړه اودترانسپورتي بنسټونو پياوړتيا يې دسيمه ييزې ادارې دکاري لومړيتوبونو څخه وبلل.
دهرات _ پشتون زرغون دواټ دقيرکولو کار په داسې حال کې پيليږي چې په تيرولسو کلونو کې دولسواليو هيڅ يو واټ  نه دى قير شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته