امنیت

په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله د داعشيانو د سر دروند زيان.

کابل باختر دچنګاښ  پنځه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دداعش په ډلې دنويو هوايي بريد کې داعشيانو ته دسردروند زيان اوښتى دى.
په دې هوايي بريد کې چې تيره شپه د اچين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د داعشيانو په سنګرونو تر سره شول ١٨ تنه جګړه ماران ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول.
دغه بريد ونه د افغانستان او ناټو د ځواکونو له خوا په جلا جلا ډول تر سره شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږناڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل:
په دې هوايي بريد کې اتلس تنه داعشيان وژل شوي دي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ويل کيږي په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په يوه ډيپو هوايي بريد شوى دى اوله منځه وړل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته