امنیت

دولسي جرګي يوغړى له دووتنوساتوونکو سره يې دماين دچاودنې له امله ټپي شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
دولسي جرګې يوه غړى په  ننګرهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپي شو.
دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي  دباختر آژانس خبريال ته
وويل دملي شورا دولسي جرګې دغړي انجينرعبدالغفاردسپرلۍ موټر نن له غرمې وروسته د دريوبجو په شاوخوا کې دننګرهار ولايت دبهسودو د ولسوالۍ په جمالي کلي کې  په   سړک کې په ښخ کړى   شوي ماين   وخوت    چې د  چاودنې له امله يې د ولسي جرګې دغه غړى له  دوو تنو ساتوونکو سره يې  ټپي شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل ،  چې ددغې پيښې ټپيان د درملنې لپاره دجلال آباد ښار ملکي روغتون ته  ليږدول شوي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته