امنیت

په قندهارکې طالبانو ته د سر زیان

کابل/ د ليندۍ ٢٠مه/باختر
نهه وسله وال طالبان په قندهارکې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په میوند ولسوالۍ کې هغه وخت برید وشو چې پر موټر سایکل سپاره او په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په نښته کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او پوځیانو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی .
د یو بل خبر له مخې:
په قندهارکې د یو لړ چاودنو مخه ونیول شوه.
پولیسو نن سهار د دغه ولایت په مربوطاتوکې ٨ ماینونه کشف او شنډ کړل.
وسله وال طالبان د دغو ماین ښخونو عاملين بلل شوي دي.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته