امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ونيول شو .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دوسله والوطالبانو دډلې يو پوځي قوماندان پرون په کندز ولايت کې ونيول شو .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني  دباختراژانس خبريال ته وويل: دبغلان ولايت په بورکې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې  په پوځي قوماندان  په صلاح الدين حقاني مشهور ملا امام الدين په بورکې ولسوالۍ کې څه موده مخکې دځانمرګي  بريد په ګډون په څو ځانمرګو بريدونو او تروريستي  بريدونوکې دلاس لرلو  تور لګول شوى دى او څو ورځې  مخکې له  طالبانو سره دمرستې لپاره دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ ته تللى و .
حسيني زياته کړه چې دغه قوماندان په لاره کې دتګ په وخت کې  دخان اباد ولسوالۍ دپوليسو له خوا نيول شوى دى او دروانې مياشتې په بهير کې دا دوسله والو طالبانو دډلې څويم قوماندان دى  چې دکندز دپوليسو له خوا نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته