سیاست

جمهور رئیس غني په پلازمېنه عشق اباد کې د ترکمنستان له جمهور رئیس سره وکتل

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترکمنستان له جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د هېواد جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، خوښ یم چې یو ځل بیا په ترکمنستان کې تاسو وینم، مننه چې زما بلنه مو ومنله او تشریف مو راوړ.
قربانقلي بردي محمدوف وویل، په پام کې ده چې نن په ګډه د اسیایي لوبو د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړو او دا لوی ورزشي مراسم چې زموږ او ستاسو ګډ جشن دی د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.
ښاغلي محمدوف د هېواد جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، تاسو  زموږ له درنو مېلمنو او ډېرو نږدې ګاونډیانو څخه یاست. هغه زیاته کړه، ما اورېدلي چې له سلو زیات ستاسو لوبغاړي هم په دغو لوبو کې ګډون لري.
د ترکمنستان جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، زه له زړه غواړم دا درته ووایم چې زه ستاسو د لوبغاړو ملاتړی یم، آن زموږ له خپلو لوبغاړو څخه هم زیات، هیله ده چې ښې لاسته راوړنې ولري او په بریالیتوب سره هېواد ته ستانه شي.
نوموړي څرګنده کړه، دا زموږ، ستاسو او سیمې لوی جشن دی. کله چې ما د اسیايي لوبو د پنځم دور کوربه توب ومانه، هغه مهال ۱۹ هېوادونه او ۱۷ ورزشي رشتې په پام کې وې چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره زموږ د دوستۍ او ښو اړیکو له امله د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر ۶۴ او د ورزشي رشتو شمېر۲۱ ته ورسېد.
هغه زیاته کړه، دا سمه ده چې ورزش د خلکو د سلامتۍ او سالم ژوند لامل کېږي، خو موږ دې اسیایي لوبو ته د یوې مهمې سیاسي پېښې په توګه هم ګورو.
د ترکمنستان جمهور رئیس څرګنده کړه، د دغو ورزشي لوبو تر شا د سیمې او نړۍ د خلکو سلامتي، ابادي او هوساینه نغښتې. نوموړي جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، تاسو زما ورور یاست او په دغو مراسمو کې مو په ګډون خوښ یم، ویاړ مو راوباښه چې زموږ بلنه مو ومنله. د دوست او وروڼو خاورې یانې خپلې خاورې ته بيا ښه راغلاست.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې د ترکمنستان جمهور رئیس، د یاد هېواد خلکو  او د سیمې هېوادونو ته د سپورت، سیاست او اقتصاد د دې لوی لاسته راوړنې مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، د سپورت او دوستۍ شعار داسې شعار دی چې ټوله سیمه او نړۍ ورباندې راټولېږي.
جمهور رئیس وویل، د ترکمنستان د بې طرفۍ فعال سیاست نن د بې طرفۍ په یوه مثبت سیاست بدل شوی دی. هغه زیاته کړه، دا لوبې واقعاً په سیمه کې بېسارې دي. د سیمې او اسیا لپاره یوه لاسته راوړنه او ویاړ دی او یوازې د ترکمنستان د خلکو ارادې دغومره زیات لګښت کولی شوای، ځکه دا به د سیمې د راتلونکو لوبو او نړۍ لپاره دوامداره لاسته راوړنه وي.
محمد اشرف غني د ترکمنستان جمهور رئیس ته په ښه توګه او ښکلې معمارۍ د لوی او دوامدارې لاسته راوړنې په توګه د هوایي ډګر او د سپورت کمپلکس د جوړولو مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، د عشق اباد، ترکمنستان او ټولې سیمې راتلونکي نسلونه به له دې تاسیساتو څخه ګټه واخلي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، زموږ مناسبات عژور، هر اړخیز او ډير دوستانه دي او موږ د ترکمنستان هره خوښۍ د افغانستان د خلکو خوښي بولو.  هغه زیاته کړه، په ترکمنستان کې د اسیایي لوبو په ترسره کېدونکو سیالیو کې ګڼ افغان لوبغاړي په بيلابيلو رشتو کې حضور لري او امید دی چې ښه وځلېږي.
جمهور رئیس غني وویل،له ترکمن وروڼو او خویندو سره د افغان لوبغاړو ګډون او ونډه اخیستل ډيره مهمه دنده او رول دی.
محمد اشرف غني د ترکمنستان جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، زه له دې امله راغلم چې خپل ورور ته هیڅ وخت نا نشم ویلی، ځکه د افغانستان او ترکمنستان د مناسباتو په اړه ستاسو تصميمونه  تاریخي دي.
هغه زیاته کړه، د ترکمنستان په بهرني سیاست کې په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي لیدلورو په اړه ستاسو یادونې او همدارنګه له فرهنګي پلوه زموږ په اړیکو ستاسو ټینګار واقعاً د امیدوارۍموجب دی.
د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه د اسیایي بین المللي لوبو د رسمي پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه له بلنې مننه وکړه او وې ویل: فرصت مو راکړ چې ستاسو تر څنګ د ترکمنستان ټیم ته لاسونه وپړقوو.
جمهور رئیس غني د ترکمنستان جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، تاسو په خپلو خبرو کې د افغانستان د لوبغاړو په اړه لطف او نېک نېت درلود زه یې د ترکمنستان د ټیم په اړه لرم. ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته