امنیت

هغه ځوان چې څه موده مخکې يې خپل پلار وژلى و؛ ونيول شو

کابل باختر دکب څلورمه :
هغه ځوان چې څه موده مخکې يې خپل پلار په بغلان ولايت کې وژلى و؛ نن دپوليسو له خوا ونيول شو.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالرشيدبشير باخترآژانس ته وويل: دغه تنکي ځوان چې څو ورځې مخکې يې خپل پلار د دهنه ى غوري په ولسوالۍ کې د تبرپه ګوزارونو سره وژلى و او تښتيدلى و؛ د پوليسو له خوا د پلخمري ښار کې ونيول شو .
خبرځاى زياته کړه: دغه ځوان په لومړنيو تحقيقاتوکې ويلي دي چې خپل پلار يې دخپلو دوستانوپه لمسون کله چې دلمانځه د اداکولو په حال کې و؛ د تبر په ګوزار سره وژلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته