امنیت

په ننګرهار کې وسله والو طالبانو اوداعشيانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
  ٢٠ ډار اچوونکي په ننګرهار کې  دپوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په دغو ډار اچوونکو چې دطالبانو او داعشيانو په ډلې پورې اړوندوو، په تېرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار په ګوټ ګوټ کې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې دطالبانو او دداعشيانو دډلې شل غړي  ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دملي اردو دغه جګپوړي قوماندان وايي چې په دغو بريدونوکې د ډار اچوونکو شپږ پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې له خاورې سره خاوارې شول
ديوبل خبرله مخې ، دطالبانو او داعشيانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په ننګرهار کې کشفې شوې .
دغه ډيپوګانې ددربابا او  اچين په ولسواليو کې دډار اچوونکو په پټنځيو کې ساتلې کېدې .
دبمونو او ماينونو په ګډون يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوي دي .  ختم_ عطاللله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته