امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې شپږپنځوس تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٢ :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې شپږپنځوس تنه ډاراچوونکي ووژل شول
په تيرو ٢٤ ساعتو کې  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ٥٦ تنه ډاراچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : 
دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه دغو عملياتو کې  چې   دهوايي اوتوپچي قوتونو په ملاتړ  د ننګرهار ، کاپيسا، پکتيا،  خوست،  غزني ،  قندهار ،  روزګان ، فراه ، غور، کندز ،  فارياب ، تخار ،بلخ  او د هلمند د ولايتونو په  مربوطاتو کې  تر سره شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو ددريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون  دوه تنه داعشيان ووژل شول او ٣٥ تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته