کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
د ننګرهار امنيتي ځواکونو د طالبانو د ډلې د دوو تنو غړو د نيولو خبر ورکړ.
دغه دوه تنه تېره شپه او نن سهارله جلال اباد ښار او په اچين ولسوالۍ کې د عملياتوپه بهير کې وپېژندل شول او ونيول شول.
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې اوليا خان اوبشير په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت و،چې ونيول شول .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ج_ ا
12 د یوې دقیقې څخه لږ