امنیت

په تخارکې د جمعيت او د حزب اسلامي د دوو قوماندانانو ترمنځ مرګانۍ نښته

-کابل/باختر/ د زمري  ١٩مه
په تخارکې د جميعت اسلامي او حزب اسلامي د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته کې د پنځو ملکي وګړو په ګډون ٨ تنه ووژل شول او ١٢ نور ټپيان شول.
درې شپې او ورځې کېږي چې دغه نښته په چاه آب ولسوالۍ کې دوام لري.
د تخار يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې دغه جګړه پر يو بل قوماندان باندې د لوړتيا غوښتنې او واکمنۍ غوښتنې په دليل پيل شوې او د دې سبب شوې ده چې لسګونو کورنۍ له وېرې او ډار څخه له خپلو کورونو او مېنو څخه وتلو ته اړې شي.
سرچينې تاييد کړه چې په نښتو کې تر اوسه د پنځو ملکي وګړو په ګډون ٨ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي. 
د رارسيدلو خبرونو له مخې، د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي په دغو دوو قوماندانانو پورې اړوندو کسانو د يو بل پر کورونو په بريدونو سره هغو ته اور واچاوه.
د تخار والي عبدالحق شفق وايي چې امنيتي ځواکونه د دغو جګړو د کنټرول لپاره د چاه آب ولسوالۍ ته تللي دي.
ختم- عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته