ورزش

دفوټبال او دفوټسال سياليو په هرات ولاېت کې دوام وکړ .

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
دڅوارلس کلنو تنکيو ځوانانو  دفوټبال سياليو پرون  په هرات ولايت کې په دريو لوبو سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل :په دغوسياليو کې د استقلال ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره  دکوثر ټيم ته ماتې ورکړه، دنوابي ټيم دصفر په وړاندې په دريوسره پر افغان ټيم  بريالى شو  او دآمو او خراسان ټيمونو ديوې په مقابل کې  په يوې لوبه برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ  داته ويشتو ټيمونو ترمنځ له دوو ورځو  راپديخوا په هرات کې پيل شوې  دي چې په دوام يې  نن دازادي ټيم له ميوند ټيم سره  ، دهيري ټيم دپيروژي له ټيم سره او پيمان ټيم دابو مسلم  له ټيم سره  لوبې کوي .
ديوبل خبر له مخې،  دفوټسال دغوره ليګ سياليو پرون په  هرات ولايت کې په دوو لوبو سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې  دصرافانو ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې ددريو په وړاندې په يوولسو سره داتحاد پرټيم بريالى شو .  او دميوند ټيم ديوې په وړاندې په اوو سره دابو الوليد ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت پيل شوې دي چې په دوام يې نن دکهسان او دآمو ټيمونه او داريانا او متحد ټيمونه لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته