کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٨مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتیا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې د افغانستان د کوچنیانو د ادبیاتو د ملي انجمن د "لوګو" یا نښان د جوړولو سیالۍ په لار واچوي. د ګرافیک د برخې له ټولو هنرمندانو څخه هیله کیږي چې په دې سیالۍ کې ګډون وکړي او خپلې طرحې ملي ګالرۍ ته چې په آسمايي واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
د یادولو ده چې ګټونکي ته جایزه هم په نظر کې نیول شوې ده.#
پاى_ج
1 د یوې دقیقې څخه لږ