-پلخمري/ باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢مه :
په پلخمرې ښار پورې اړوند د نفتي توکو يو ټانکر نن سهار د وسله والو مخالفينو له خوا وسوځول شو .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر ذبيح الله شجاع باختر آژانس ته وويل چې دغه ټانکر د وسله والومخالفينو له خوا له هغه وروسته وسوځول شو چې د پوليسو منسوبينو د دغه ټانکر د ليږدولو مخه ونيوله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ