امنیت

په قندهار، هلمند او فراه کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې اتلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
په تيرو ٢٤ ساعتوکې دافغان او نړيوالو ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې  اتلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات د قندهار ، فراه او د هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په بهير کې اتلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ديارلس تنه نوريې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز ملي پوليسو د وسايطو ضد پنځه ماينونه  د بغلان ،بلخ  او  قندهار ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته