اقتصاد

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه :
دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست  مجيب الرحمن کريمي نن  ملت ته  دحکومت دحساب ورکونې په پروګرام کې  ددغه وزارت لاسته راوړنې او راتلوونکې پروګرامونه  له رسنيو سره  شريک کړل .
دکليو دبيا جوړولواوپراختيا  وزارت  سرپرست وويل چې په  ١٣٩٧ کال کې دبې وزلي دکمښت  په برخه کې  په ټوليزه توګه په ٣٤ ولايتونو ،   ٢٤٩ولسواليو او په  ٧٨٧کليو کې ١٠٠٦ پروژې  بشپړې شوي دي .
  دده دڅرګندونوله مخې ، ددغو پروزو په تطبيق سره کابو درې مليونه تنه  کليوالي اوسيدونکو  دهغو له امکاناتو څخه ګټه اخستې ده او هغوى ته  څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته شوي دي .
کريمي په  ١٣٩٧ کال کې دښوونځيو دجوړولو په برخه کې وويل  چې د  ٢٦٤٧ښوونځيو دديزاين ، سروې او وړانديز ليکنې بهير پيل شوى دى او ددغو ښوونځيو  دجوړولو لپاره کار  له   ١٣٩٨کال څخه  پيل شوى دى .
دولسي تړون  دملي پروګرام په چوکاټ کې دڅه دپاسه شپږ زره پرمختيايي پروژو  دکار پيل په  ١٣٩٧ کال کې  ددې وزارت  بله لاسته راوړنه ده  چې دکليو دبياجوړولو اوپراختياوزارت  دسرپرست  دڅرګندونوله مخې ، له دې جملې څخه  ٦٠٩ پروژې بشپړې شوي دي . او نور يې د  ١٣٩٨ کال په پروګرام کې شاملې شوي دي .
  ده وويل  چې د کليوالي اقتصاد دپرمختيا پروګرام د  ٢٠١٨ ميلادي کال  دجولاى  له مياشتې څخه پيل شوى دى او ټاکل شوې ده  چې په پنځو کلونوکې ٦٢٥٠ پرمختيايي شوراګانې د ٣٤ولايتونو په  ٧٦ولسواليو کې ترپوشښ لاندې ونيول شي دغه پروګرام به په راتلوونکو پنځو کلونو کې کليوالي اوسيدونکو ته  ٥٠٠سوه زره فرصتونه  برابر کړي .
   دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت سرپرست  کوچيانو ته داسانتياو دبرابرولو په برخه کې وويل  چې په  ١٣٩٨ کال کې  دکوچيانو لپاره  کابو  زر پرمختيايي شوراګانې جوړېږي  او ديرش مليونه ډالره هم دپرمختيايي پروژو  دتطبيق  لپاره  دهغوى لپاره  په پام کې نيول شوي دي .  په ١٣٩٧ کال کې دساحوي  انسجام دپروګرام په چوکاټ کې  دديرشو چکديمونو په ګډون ٥٣٩٥٩متره کاريزونه ، ٢١٣٨٨متره استنادي ، ساتنيز او ګبيوني ديوالونه  او  ١٥٤٢٢متره کانالونه جوړشوي دي .
  د  ١٣٩٨ کال لپاره ټاکل شوې ده   ٤٨٤٩٠ متره کاريزونه ،  ٢٨٧٠٠متره کانالونه او داوبو لګولو  بندونه او ٤٠١٦٧متره استنادي ، ساتنيز او ګبيوني  ديوالونه  د ساحوي انسجام  دپروګرام له لارې  دهېواد په کليو کې  جوړ شي .
په   ١٣٩٧ کال کې  د ٥٩٦کيلومتره  سړکونو او د ١٢٧١متره پلونو جوړول دلومړنيو خدمتونو  مرکزونو ته دکليو دخلکو لاسرسۍ  له شپيته سلنې څخه څه دپاسه ٨٢ سلنې ته  لوړ کړى دى او بازارونو ته دسلګونو  هکتاره  ځمکې  دمحصولاتو  دليږدونې  اسانتيا  برابره کړې ده .
  په تيرکال کې ٨٢٦٦٣٧تنو کليوالي اوسيدونکو داوبو رسولو  له پروژو څخه ګټه اخستې ده  او داحصائيې  دمرکزي ادارې درپوټ او معلوماتو له مخې ، همدا اوس  د څښاک اوبو ته  دکليوالي خلکو لاسرسۍ  ٣ر٥٥سلنې ته رسيدلى دى .
  دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت   له طبيعي پيښو سره  دمبارزې په برخه کې  په دې بريالى شوى دى   چې په خپل وخت رسيدګي سره په خلکو دسېلاونو دمنفي اغيزو دزياتوالي  مخه ونيسي . او دهېواد  په  سېلاو ځپلو د زرګونو  خيمو ، شړيو ، خوراکي توکو ، طبي موادو او دژوندانه  دامکاناتو په ويشلو سره  دهغوى دژوندانه  دحالت  دښه والي  زمينه برابره کړې .
  ديادونې وړ ده چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت د  ١٣٩٨ کال لپاره  داوبو رسونې ،  دنوي کولو وړ انرژى  ، اوبو لګولو ، ترانسپورت  ، اقتصادي  پرمختيا ،  ښوونې اوروزنې او دعامه تاسيساتو په برخو کې داتلسو ملياردو ٣٤٦مليونو افغانيو په ارزښت  د ٨٤٣٥ پروژو دتطبيق پروګرام  جوړ کړى دى  ، دغه پروژې به   ١١٢  مليونه  کاري ورځې  رامنځته کړي او ٤ر٩مليونه تنه  به  له هغوى څخه ګټه واخلي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته