سیاست

دګاردين ورځپاڼه : افغانستان ته په زورستنول .

لندن  باختر دکب يوويشتمه :
  دبريټانيا  دګاردين  ورځپاڼې افغانستان ته دجبري ستنولو ترعنوان لاندې ليکلي دي افغانستان دمعصومې  په نظر چې په اتيايمه لسيزه کې له خپلې کورنۍ سره کله چې ډيره کوچنې وه پاکستان ته مهاجره شو .
ډيرتوپير لري  معصومه له افغانستان څخه ډيرې لږې خاطرې  لري دګاردين ورځپاڼه ليکي : شپږ مياشتې مخکې کله چې معصومه خبره شوه چې له کورنۍ سره يې په جبري  ډول افغانستان ته ستنول کيږي هلې ځلې يې وکړې چې خوشبينه واوسي
دګاردين ورځپاڼه ليکي : کله چې دمعصومې  لس کسيزه کورنۍ افغانستان ته ورسيده دده ټولې هلې ځلې مړې شوې  په افغانستان کې دتاوتريخوالي په دليل  هغوى ونه شوکولاى خپل ولايت ته لاړ شي .
په داسې حال کې چې په افغانستان کې يې نږدې خپلوان نه لرل په پاى کې دبې ځايه شويو دکمپ يوې خيمې  ته ورسيدل
معصومه وايي دادى افغانستان ته له رسيدو شپږو مياشتو وروسته او س هم ميړه يې وزګار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته