امنیت

د قندهار شپږمه حوزه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
د قندهار ښار شپږمه حوزه نن د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د قندهار والي روح الله خانزاده په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان ورسره و، په شپږمه حوزه کې تر پوځي عملياتو وروسته د دغه ولايت مرکزي زندان او امنيتي پوستې وکتلې.
همدارنګه دغو مسوولينو د قندهار ښار له يوشمېر خلکو سره وکتل او هغوى ته يې ډاډ ورکړ چې حکومت او سيمه ئيزه اداره په ښار او ولسواليو کې د امنيت د تامين لپاره ټينګه اراده لري او نه پرېږدي چې دښمنان خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته