امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د ليندى پنځه ويشتمه :
دهيواد په څو ولايتونو کې پرون دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات چې دملي اردو او دملي امنيت دځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ، بدخشان ،  قندهار ، ميدان وردګو ، غزني او دکاپيسا دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول ددغې ډلې نهه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول نهه تنه ټپيان او څلورتنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار او دقندهار ولايتونو په مربوطاتو کې دوه ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته