امنیت

د وسله والوطالبانو له خوا د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ووژل شو

 کابل باختر دتلي نهه ويشتمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال له څلورو تنو نورو طالبانو سره په هوايي بريدکې ووژل شو.
په قهرمان مشهور عبدالحليم پرون سهار د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ده په پټنځي کې د ناټو د جنګي الوتکو له خوا هوايي بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته ووويل چې د هوايي بريد له امله د وسله والو طالبانو له خوا د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال په قهرمان مشهور عبدالحليم، د دغې ډلې د پوځي کميسيون غړى مولوي عباس او درې تنه نور يرغلګر ووژل شول.
ده وويل: په دې هوايي بريدکې د وسله والو طالبانو پټنځاى د دوى د جنګي وسايلو له يوې ډيپو سره ويجاړ شوى، خو د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته