ټولنه

په جلال اباد کې دښاري نظم دجوړولو لپاره هلې ځلې .

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
په جلال اباد ښار کې  د ښاري  نظم دجوړولو لپاره  هلې ځلې  زياتي شوي دي .
سيمه ئيز مسوولين هلې ځلې کوي چې دښار له بېلابېلو سيمو څخه دخپل سرو دموټرو تمځايونو په لرې کولو سره  دننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې ښاري نظم رامنځته کړي .
  دغه پروګرام به  دښاري  نظم د کميسيون له خوا  له جلال اباد ښار څخه پيل شي . ددغه کميسيون يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په نږدې راتلوونکې کې دموټرو ټول تمځايونه له ښار څخه  ټوليږي .
ده وويل  دموټرو او دخلکو  زياتره ګڼه ګوڼه دهمدغو خپل سرو تمځايونو له امله  رامنځته شوي دي .
  په همدې حال کې دننګرهار والي  حيات الله حيات وايي  چې دښار له ګوټ ګوټ څخه به دموټرو  دخپل سرو تمځايونو لرې کول ددې سبب شي  چې ښاري نظم رامنځته  او ښار  ارامه او ښکلي څيره ځانته غوره کړي .
ده له موټرچلوونکوڅخه وغوښتل هغو تمځايونو ته  چې هغوى ته  دښار په څندو کې په پام کې نيول شوي دي لاړ شي   او دښار نظم ګډوډ نه کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته