کابل باختر د تلې لسمه :
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هغو هوايي عملياتو په بهيرکې چې پرون ترسره شول، نهه تنه سرتيري شهيدان شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې پرون د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د هوايي ځواکونو له خوا په تېر وتنې سره د ملي امنيت، ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو په ځواکونو ډزې وشوې چې له امله يې نهه تنه سرتيري شهيدان او ١١ تنه نوريې ټپيان شول .
د ملي دفاع وزارت د دغې پيښې له امله خواشيني ښودلې ده.
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې پيښې په اړوند د زياتو تحقيقاتو په مقصد د هوايي قوتونو په چاروکې د لوى درستيز مرستيال د ګرجنرال عبدالوهاب پيلوټ په مشرۍ دملي دفاع او د کورنيو چارو له وزارتونو او د ملي امنيت له لوى رياست څخه مختلط هيئت موظف شوى دى چې له دقيقې څيړنې وروسته به په جزئياتو يې له خپلو هېوادوالو سره شريک کړو .
ختم_ شکريه _ اکرم